د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، د واخان سړک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې به یې هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي. د یاد وزارت ویاند نورالهادي عادل وايي، اوس مهال هم پر دغه سړک کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. عادل د یاد سړک جوړېدل د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او زیاتوي چې تر جوړېدو وروسته به له چین سره سوداګري نوره هم پراخه شي. واخان سړک چې افغانستان په مستقیم ډول له چين سره وصلوي، د بدخشان د فیض اباد ښار څخه د چین تر سرحد واخجیر کوتل پورې ۴۸۰ کیلو مټره اوږدوالی لري چې د جوړېدو چارې یې څه موده وړاندې پیل شوې وې.
































