د پسرلي موسم په درشل کې ننګرهار پرون د نارنج ګل دودیزې مشاعرې کوربه و. په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د ګڼو شاعرانو او لیکوالانو سربېره، له پښتونخوا هم ځينو شاعرانو ګډون کړی وو. په دې مشاعره کې شاعرانو خپل غزلونه، نظمونه او بېلابېلې ادبې ټوټې د شعر او ادب مینوالو ته وړاندې کړې. د نارنج ګل مشاعرې ګډونوالو په خپلو شعرونو کې بېلابېل پيغامونه رانغاړلي وو. د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې هر کال په ننګرهار کې جوړیږي، شاوخوا نیمه پېړۍ مخینه لري. هر کال د هېواد له ګوټ ګوټ د شاعرانو او لیکوالانو سربېره، د یادې مشاعرې زرګونه مینوال په دې مشاعره کې ګډون کوي.
































