د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۷ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. د نیمروز د ترافیکو ریاست مسوولین وايي، د دې پېښې په قربانیانو کې څلور تنه نارینه، دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي. تر دې دمه د پېښې اصلي لامل څرګند نه دی خو عیني شاهدانو د موټر چلوونکو بې غوري یاده کړې ده. د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او قوانینو او خوندیتوب ته نه پام هغه عوامل ښودل شوي، چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پېښو او مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګڼي.
































