د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکایانو سره د مرستو په تړاو څلور نوي فرمانونه صادر کړي دي. ولسمشر ټرمپ پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې امریکا د کرونا ویروس د پراختیا له امله له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې له عامو امریکایي وګړو سره مرستې وشي. د فرمانونو له مخې له بېکاره شوو امریکايي کارکوونکو سره د اونۍ څلور سوه ډالر مرسته کېږي، هغوی چې په دولتي کورونو کې اوسي د کرایې د نه ورکړې له امله له کورونو نه ایستل کېږي، په ځینو مواردو کې مالیې بښل کېږي او همدا راز د مالیې په ورکړه کې د ځنډ له امله څوک نه جریمه کېږي. ټرمپ همدا راز ویلي که په ټاکنو کې کامیاب شو نو پر امریکایي وګړو ستره برخه مالیات به وبښي. امریکا د کرونا ویروس د پراختیا له امله له سخت اقتصادي او مالي بحران سره مخ ده او ټرمپ ددې هر څه مسوول چین بولي.
































