د اروپايي کمېسیون مشره اورسیولا وندیرلین وايي، غزې ته به د مرستو رسولو لپاره یو سمندري دهلېز د اونۍ په پای کې فعالیت پیل کړي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي، د غزې له څلورو، یوه برخه اوسېدونکي لوږه ګالي او ماشومان له لوږي مري. غزې ته د مرستو رسېدل نه یوازې یوه سخته، بلکې خطرناکه چاره بلل کېده. د یادونې وړ ده، چې اسراییل غزې ته د مرستو رسولو کې د خنډ رامنځته کول ردوي او پر مرستندویه ادارو تور پورې کوي، چې په سم وېش کې یې پاتې راغلي دي.
































