د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې ویلي، چې پرون یې له پاکستانه په یوې چارټر الوتکه کې ۳۳۳ افغانان کلګري ته ولېږدول. دغه اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې یې تر دې دمه ۴۹۰۷۰ افغانان کاناډا ته لېږدولي دي. دې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کاناډا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۴۰،۰۰۰ کډوالو او زیان منونکو افغانانو د هرکلي په موخه خپل هدف پوره کړی او د نورو غوښتنلیکونو د څېړلو کار لاهم دوام لري. یاده دې وي، چې لاهم سلګونه افغان کورنۍ په پاکستان کې د خپلو غوښتنلیکونو د څېړلو بهیر ته په تمه دي.
































