د عراق پارلمان د امریکايي لوري پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. عراق په پارلمان کې الفتح ګروپ وایي امریکا د جان بولټن له خولې عراق او سیمې ته د تجزیې پیغام لېږلی دی. ددغه پارلماني ګروپ د غړو په وینا د امریکا دغه ډول څرګندونې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او عراقي وګړي یې غندي. د ګروپ غړي وایي چې امریکا دې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او بولټن دې د عراق د تجزیې په اړه د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي. څو ورځې وړاندې جان بولټن ویلي وو د امریکا په حکومت کې یوه نظریه دا ده چې باید عراق تجزیه شي او د کوردانو لپاره نوی هېواد رامنځ ته شي. دغه څرګندونو د عراقي وګړو غبرګون پارولی دی.
































