په بدخشان ولایت کې یوې مېرمنې د لاسي صنایعو کارخونه پرانیستې چې شاوخوا پنځوسو نجونو ته یې د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړې ده. هغه نجونې چې په دغه کارخونه کې ورته د کار او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې، خوښي څرګندوي او وایي له دې سره به له روحي او رواني ستونزو خلاصون ومومي. خیاطي، ګل او مرۍ ګڼدل او ځینې نور توکي د دغو ښځو مهمو لاسي صنایعې دي. ورته مهال، د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست په دغه ولایت کې د صنعتګرو ښځو او نجونو له فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي. د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست بیا په دغه ولایت کې د ښځینه صنعتګرو له فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي.
































