پاکستان د خپلو غیر قانوني اقداماتو په دوام تازه د ناړۍ ولسوالۍ د ځینو کلو په منځ کې اغزن سیم تېر کړی دی. د ناړۍ ولسوالۍ خلک وایي پاکستان تر دې وړاندې پر ځینو سیمو د راکټونو ګوزارونه کول، نو خلک اړ شول چې خپل کلي پرېږدي او د خلکو له وتلو وروسته پاکستان ددوی د کلیو په منځ کې اغزن سیم تېر کړی دی. دغه اغزن سیم د کونړ سیند پر غاړه تېر شوی دی. دا لومړی ځل دی چې پاکستانی پوځ ځان د کونړ سیند غاړې ته رسوي او اغزن سیم تېروي. افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. دا یوازینی ځای نه دی چې پاکستاني عسکر پکې یو کلی په دوو برخو ویشي بلکې په دې وروستیو میاشتو کې یې د افغان لوري ډېره خاوره نیولې ده او د ګڼو کلیو په منځ کې یې اغزن سیم تېر کړی یا یې پوستې جوړې کړې دي.
































