د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په هرات ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت ویلي د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په شورا کلي کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. سرچینې زیاته کړې چې یاد بند ۲۶ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري چې د ۳ زره ۷۴۴ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. د یاد بند په جوړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.
































