کابل ښاریان د روژې میاشتې له راتګ سره د خوراکي توکو بیو د کنټرول غوښتنه کوي. دوی وايي، د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی. کابل ښاریان وايي، روژه یوه مبارکه میاشت ده او باید په دغه میاشت کې ټول هټیوال د خوراکي توکو نرخونه پورته نه کړي. دوی له اړونده ادارو غواړي، تر څو په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول لپاره نرخ نامې وویشي. ورته مهال هټیوال وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال نرخونه کم او کنټرول شوي دي. دوی وايي، په تېرو وختونو کې د روژې له راتګ سره د خوراکي توکو په ځانګړې ډول د اوړو او غوړیو په نرخونو کې شاوخوا یونیم سل افغانۍ زیاتوالی راتلو، چې سږ کال نرخونه د تېر په پرتله کنټرول شوي دي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، د نرخونو کنټرول ته په مکمله توګه پاملرنه کوي او هیڅوک نشي کولی چې له نرخ نامې څخه سرغړونه وکړي.
































