د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه د پام وړ زیاته شوې ده او سرپرست حکومت په هېواد کې د سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. اقتصادي معاونیت ویلي، له بدیلو سوداګریزو لارو ګټه اخیستل، د صادراتو زیاتوالی، د سوداګرۍ خونو جوړول، په خامو موادو د تعرفې کمول، د ملي او نړېوالو نندارتونونو جوړول، د مالیاتي جریمو معاف کول او په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول هېواد کې د سوداګرۍ پر پراختیا اغېز کړی. یاده حکومتي اداره زیاتوي، چې همداراز هوایي دهلېزونه، معیاري ټرانسپورټ برخه کې د لویو لارو بیارغونه، د توکو کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل، د ګمرکونو عصري کول، په ټرانزېټ کې اسانتیاوې رامنځته کول، د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او بیارغونه او د ګمرکي جریمو معافېدل نور هغه موارد دي چې د هېواد سوداګرۍ یې پراخه او غوړولې ده.
































