د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۷.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت تورخم ښار ګوټي کې د حیواني او نباتي توکو د قرنطین ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کرنې رییس عبدالستار محمد وايي، دغه ودانۍ لابراتوارونه، اداري خونې، پخلنځی او د ۲۱۶ متره په اوږدوالي احاطې دېوال لري. نوموړي زیاته کړه چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د نړیوال تجارتي مرکز د قوانینو مطابق نړۍ سره د ښه تعامل پر بنآ صادرات او واردات ولري. د ده په خبره د قرنطین د نورو برخو په فعالیدو سره به د تورخم بندر له لارې واردېدونکو حیواني او نباتي محصولاتو نمونې د تشخیص په موخه اخیستل کیږي او هغه حیوانی او نباتي اموال، چې له افغانستان څخه صادرېږي د نړیوالو اصولو لمخې چک او سرټفیکیټ به ورکول کیږي.
































