د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د افغانستان المپيک ملي کمېټې، نن د يوې غونډې په ترڅ کې، په چین کې له نولسم پړاو آسیايي سیالیو څخه پنځه افغان مډال راوړونکي، د موټرو په ورکولو سره وستایل. په يادو سياليو کې چې د چين په کوربهتوب تېر ميلادي کال ترسره شوې؛ د آسيا له ۴۵ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۲ زره ورزشکارانو او له افغانستان څخه د بېلابېلو برخو ۹۳ ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې وتوانېدل د برنزو او سپينو زرو ۵ مډالونه افغانستان ته وګټي.
































