د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي د فرهنګي میراثونو د ساتنې ملي ورځې نمانځغونډې ته ويلي چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې ۱۱۰ نوې لرغونې سیمې کشف شوې چې په دې سره د بغلان د ټولو لرغونو او کلتوري سیمو شمېر ۱۲۵ ته ورسېد. نوموړي ویلي، بهرنیو ځواکونو د تېرو ۲۰ کلونو جګړې په پلمه یو شمېر سیمې لوټ کړې دي. هاشمي وايي، خلک دې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
































