د ملي تدارکاتو کمېسیون وایي، په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د شاوخوا ۴۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴۲ بېلابېلې او نېمګړې پروژې منظورې کړې دي. یاد کمېسیون ویلي، دغه پروژې چې د سرپرست حکومت په تمویل بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیا، برېښنا، ټرانسپورټ، کرنې، د کلیو پراختیا، مخابرات، زېربنا، د څښاک پاکې اوبه او د ښارونو اړوند د زېربنا او خدماتو برخو کې پلې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې منظور شویو پروژو کې متوازن انکشاف او د خلکو اړتیاوو ته په کتو مهمو پروژو او د کورنیو تولیداتو کارونې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ازادې داوطلبۍ له لارې د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ سپما شوې او زرګونو هېوادوالو ته پکې کاري فرصتونه هم برابر شوي.
































