مخکښ امریکایي سناتور برني سندرز یو ځل بیا پر ټرمپ توندې نیوکې او لفظي بریدونه کړي دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، واک ته د ټرمپ له رسېدو سره سم په امریکا کې میلیونونه کسان بې روزګاره شوي او له بېسارې لوږې سره مخ شوي دي. هغه زیاته کړې، ټرمپ چې له خپلو میلیاردرو ملګرو سره د ګلف په لوبو بوخت دی له لوږې سره د مخ میلیونونه وږو او بې روزګاره امریکایانو ناخبره دی. هغه پر امریکایانو غږ کړی دی چې په راتلونکو ټاکنو کې په خپل پراخ حضور سره امریکا او ځان د تاریخ له ناکام ولسمشر (ټرمپ) څخه وژغوري.
































