د کاپیسا د مرکز محمود راقي ښار په جامچي سیمه کې خلکو په خپل شخصي لګښت د حضرت محمد ص په نوم درې پوړیز جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ رییس کریمالله وثیق ویلي، چې دغه جومات د یادې سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ شوی دی. نوموړی که څه هم پر یاد جومات د لګول شویو پیسو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دغه جومات په درې پوړونو کې په اساسي ډول رغول شوی او په یوه وخت کې ۱۰۰۰ لمونځ کوونکي پهکې لمونځ ادا کولای شي.
































