د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي چې له مخې یې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۴.۱ ميليونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳.۵ ميليون ډالرو ته رسېږي. د دغې ادارې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶٫۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د تېر کال د سلواغې مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د روان کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۲.۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي. له بل لوري د ۱۴۰۱ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۶ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په یاده مياشت کې د ۹۸.۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
































