په بلخ ولایت کې د مسګرۍ صنعت له رکود سره مخامخ دی. د دغه ولایت یو شمېر مس ګران اندېښنه ښيي، او وايي، چې دغه صنعت د لرغوني تاریخ په لرلو سره د لمنځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی. د مسګرو په وینا د خامو موادو لوړې بیې او له نورو هېوادونو څخه د ارزانه توکو واردول د دې لامل شوي، چې ورو ورو د دوی تولیدي توکي بازار له لاسه ورکړي. په همدې حال کې د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د دغه صنعت ملاتړ وکړي. یوازې په بلخ ولایت کې نه بلکې په ډېر ولایتونو کې د مسو صنعت له منځه تللی دی.
































