د کابل ښاروالۍ په اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د اوومې ناحیې په ۲۶م، ۲۷م او ۲۸م ګذر کې د کوڅو جوړولو ۲ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه پروژې ښاروالۍ د دوی او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاريانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د زمينې د برابرولو په موخه پلې شوې دي. په ۲۶م او ۲۸م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې، ۱۱۶۰ متره اوږدوالی لري، د لښتيو په ګډون د ۱۰.۲ میلیونه افغانیو په لګښت او په ۲۷م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه، چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري، د لښتیو په ګډون د ۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت، د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. د یادولو وړ ده، چې په هره پروژه کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































