په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرسته وايي، چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرسته کوونکو سره یو ځای افغانستان ته د مرستو رسولو پر بهیر بیا کتنه کوي. کرن ډېکر پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د بیا کتنې سربېره د دوی اصلي تمرکز د مرستو پر روڼتیا او نظارت دی. نوموړې یو ځل بیا افغان مېرمنو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانې ښځې د توپیر رامنځته کونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي. ډېکر په خپل یادښت کې له اتلسو هېوادونو او بنسټونو څخه د هغوی له ګډ چلند څخه مننه کړې ده.
































