نړیوال بانک په هرات ولایت کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۹۰ پروژې پيل کړي، چې ډيری یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. دا پروژې د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، خو په ځینو ولسوالیو کې یې لا هم کار روان دی. سیمییز چارواکي وايي، چې په ولسوالیو کې د اوبو د وړو بندونو او د اوبو د زېرمو جوړول یو له بنسټیزو کارونو څخه دي، چې د ځمکې لاندې د اوبو منابعو د تغذیې او د اوبو د سطحې د لوړولو لپاره اغېزمنې دي. د یادو پروژو د کار بهیر ۱۸ میاشتې وړاندې پيل شوی وو، خو په ځينو ولسوالیو کې لا هم د سړکونو، استنادي دېوالونو او پلچکونو د جوړولو چارې روانې دي.
































