د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې له ایران څخه یې هېواد ته د ۱۴ ټنه کم کیفیته ګاډرو د واریدېدو مخنیوی کړی دی. دې ادارې زیاته کړې، چې دغه ساختماني توکي د فراه ولایت د ۷۸ میل بندر له لارې هېواد ته راوړل کېدل، چې د کیفیت له معاینې وروسته له سټنډرډ سره د نه برابرېدو له امله بېرته مسترد شوي دي. په ورته مهال د سټنډرډ ملي ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته د کم کیفیته ساختماني توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.
































