د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، چې په بدخشان، نورستان، بامیان، هلمند او هرات ولایتونو کې د لیتیم کانونه وجود لري، چې د دې کم پیدا فلز څخه د ګټې اخیستنې لپاره یوازې د نورستان معدن کولی شي، چې د ۱۰ میلیارد برقي موټرو لپاره بټرۍ تولید کړي. د کانونو سرپرست وزیر په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان به تر راتلونکو پنځو کلونو د نفتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي په خبره یې، په سرپل ولایت کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفیې یوې فابریکې جوړولو کارونه هم پیل شوي دي. نوموړي په هېواد کې پانګونې ته کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې د نړۍ هر هېواد پانګوال کولی شي چې د جواز په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
































