په لغمان ولایت کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د ۱۴۱ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو استنادي دېوال چارې بشپړې شوې. دغه استنادي دېوال چې د لغمان قرغیو حسین اباد سیمه کې د کابل سیند پر مسیر د جاپان هېواد د بهرنیو چارو وزارت په مالي لګښت او په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو موسسې لخوا جوړ شو ۵ متر بر او دوه متره لوړوالی لري. د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې دوی په پلان کې لري، څو دې ورته نورو سیمو کې چې د اوبو له ګواښ سره مخ دي، استنادي دېوالونه جوړ کړي.
































