د ګلوبل سکیورټي ریويو په نامه یوه امریکایي رسنۍ وایي چې د طالبانو او امریکایانو تر هوکړې وروسته داعش ډلې په افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړی دی او اوس هڅه کوي خپل فعالیتونه نور هم ډاډمن کړي. د یادې رسنۍ له لوري په خپاره شوي اوږده راپور کې د ننګرهار پر محبس او دغه راز د کابل برچي سیمه کې بریدونو ته په اشارې لیکل شوي چې داعش ډله طالبان هم اوس د لاس پاک په توګه استعمالوي او ډېری بریدونه یا د دوی او یا هم د حقاني شبکې له لوري تنظمېږي چې وروسته یې بیا پړه دغه ډله پر غاړه اخلي. راپور کې راغلي، طالبان چې اوس یې په افغانستان کې خپل ایډیالوژیک ملاتړ له لاسه ورکړی دی، داعش ډلې یې پر ځای د ترهګرۍ د نوي پاڅون په توګه سر راپورته کړی دی. د راپور له مخې، دا ډله چې په یو نړیوال سرخوږي بدله شوې ده ډېری جنګیالي یې له پاکستان، اوزبکستان او تاجکستان څخه راځي. راپور کاږي، داعش تر ډېره هڅه کوي د افغانستان د بې وزله وګړو مغزونه ووینځي او له ناداره خلکو څخه د پیسو په بدل کې په لویو ترهګریزو کړنو کې ګټه اخلي چې دې چارې نه یوازې ایران او روسیې ته اندېښنې پیدا کړې دي؛ بلکې د وخت په تېرېدو سره سیمه او ان نړۍ له جدي ننګونو سره مخ کولی شي، ځکه چې د لیکوال په باور دې ډلې اوس په کابل کې پټنځایونه موندلي او لرې نه ده چې ټول افغانستان ته خپلې رېښې وغځوي.
































