د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ډزو په پایله کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. سي ان ان د واشنګټن د پولیس چارواکو له قوله لیکلي چې په دغه ښار کې د یو کس په ډزو یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان دي. چارواکي وایي چې تر اوسه د ډزو علت معلوم نه دی او بریدګر هم د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي خو په دې اړه د دوی څېړنې دوام لري. بلخوا د امریکا په یو بل ایالت پنسلوانیا کې هم یو وسله وال پر پلیو کسانو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې د یوې حاملې ښځې په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې په پېښه کې د ټپي شویو دوو کسانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی. امریکا کې د پولیسو له لوري د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته ورته پېښې ډېرې شوې دي او ډیری وخت ولسمشر ټرمپ د دې پېښو پړه پر ډیموکراټانو اچوي خو ډیموکراټان بیا د یادو تورونو په ردولو سره د دغه وضعیت مسوول پخپله ټرمپ بولي.
































