د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي؛ هېواد يې لېواله دی، چې په افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کې پانګونه وکړي. په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنگ د سوداګرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ برخو کې د همکاريو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړې، چې په تاشکند کې د افغان سفارت د سطحې لوړول به د دوو اړخيزو اړيکو د لاپیاوړتیا لامل شي. هغه همدارنګه غوښتنه وکړه، چې ازبکستان دې افغان سوداګرو او ترانسپورټي پرسونل ته د ویزې د صادرولو لړۍ کې اسانتياوې راولي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د سوداګرو او موټر چلوونکو ته د ويزو د ورکړې موضوع تر کار لاندې ده او د دوه اړخیز سوداګرۍ د ودې لپاره دا مهمه ده.
































