پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د روان کال له پيله تر دې دمه د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۱۱۳۹ تنه هېوادوال مړه شوي او ۹۴۱ تنه نور ټپيان شوي دي. د دې وزارت ویاند له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د یوه کال په ترڅ کې د طبیعي پېښو زیانمنو لپاره د مرستو ترلاسه کولو په موخه له ملي او نړيوالو بنسټونو سره ۲۱۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې دوی د تېر یوه کال په لړ کې له جګړو څخه پاتې ۱۷۲ سیمې د ماینونو له شتون څخه پاکې کړې دي.
































