امریکا پرون اعلان کړی چې له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې نظامي مرستي کوي. دا د تېر کال ډسمبر میاشتې راهیسې د کيېف سره د واشنګټن لومړنۍ مرستې دي چې د دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو ویلي د پوځ لپاره د وسلو پیرلو قراردادونو کې په سپمول شویو پیسو برابرې شوې دي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان چې د دې مرستو اعلان یې کاوه په خبري کنفرانس کې ویلي، چې په تازه نظامي مرستو کې به د توپونو مرمۍ، د راکټ لانچرو لپاره مهمات او هغه وسلې شاملې وې چې د اوکراین پوځ ورته د جګړې په لومړیو کرښو کې سخته اړتیا لري. سلیوان دا هم ویلي، چې دا وسلې او مهات به د اوکراینیانو سره په جګړې کولو کې مرسته وکړي خو دا مرسته به د لنډې مودې لپاره وي.
































