د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۲۲ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال یوازې د تورخم له لارې هېواد ته را اړول شوي دي. د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۲ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي. یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د کب میاشتې په ۲۱مه او ۲۲ نېټه له پاکستانه راستانه شوي او دغه ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي. کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
































