د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په بریتانیا کې د تړل شویو ښوونځیو پرانیستل کېدل یو اړین، ټولنیز، اقتصادي او خلاقي امر دی او راتلونکې سپټمبر میاشت کې باید ټول ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي. هغه زیاته کړې، که څه هم کرونا وبا لا هم په ټولیزه توګه نه ده ورکه شوې خو د ښوونځیو پرانیستل کېدو لپاره باید امنه فضا رامنځته او د یو میکانیزم له مخې ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي. نوموړی د ښوونځیو د پرانیستل کېدو خبره په داسې حال کې کوي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یوې ترسره شوې څېړنې وښوده چې بریتانیا د کرونا وبا د دویېمې څپې له ګواښ سره مخ ده.
































