د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري او په لوږه ژوند تېروي. د ترکیې د اناتولي اژانس د خوړو د نړۍوال پروګرام د ویاند فېلیپ کروف له قوله لیکلي، چې ۱۵.۸ میلیونه افغانان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي د خوړو لپاره څه نه لري. کروف ویلي، چې تېر کال هم نږدې یو میلیون اومېندواره مېرمنې او ۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم و، په سختې خوارځواکۍ اخته شوي وو. فلېپ کروف اندېښنه څرګنده کړې، چې د دغو ماشومانو له ډلې ډېر یې د لوړې کچې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې له دې امله د هغوی د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم دی.» د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند دا رنګه ویلي چې ډېرې مېندې د خوړو لپاره له نورو پورونه اخلي، هغوی میاشتیني عواید نه لري او د خپلو ماشومانو د ساتلو او پاللو وس یې هم له لاسه ورکړی دی.
































