د افغانستان بانک په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د شنبې په ورځ د روان کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه، ۱۷میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. یاد بانک په خبرپاڼه کې له ټولو هغو په شرايطو برابرو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې دافغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر وخت نا وخت ډالر د لیلام په ډول پلوري.