د ننګرهار ولایت د عامي روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې یې د بېلابېلو ناروغیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی. د مالوماتو له مخې دا کمپاین تېره ورځ د جلال اباد، بهسودو، سره رود، خوږیاڼو، کوټ، بټي کوټ، غني خیل، مومندرې، اچین، دور بابا او نازیانو ولسوالیو کې پیل شوی او تر راتلونکو څو ورځو به دوام ولري. د مسوولینو په خبره د واکسین په دغه کمپاین کې به له پنځه کلنۍ کمعمره ماشومان لس ډوله واکسین شي، چې په کې شری، سینه بغل، توبرکلوز، نس ناسی او نور شامل دي. د یاد ولایت د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دې کمپاین څخه یې موخه د روټین واکسینونو تقویه او د ۵ کالو څخه کم عمره ماشومانو د ساري ناروغیو څخه مخنیوی او د هغوی پر وړاندې یې د معافیت قوي کول دي.
































