د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د یونپس دفتر په مالي مرسته، د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۳۳۱ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هوارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دیوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل وو.
































