په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي. حامد کرزي په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په برخو کې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده. په دغې لیدنه کې، په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي بحث اړین بلل شوی دی.
































