د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو دغه ولایت ته د چین هېودا د ۱۰ سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى آمر رحمت الله محمدي ویلي چې هره اونۍ په ډلو ډلو بهرني سيلانيان دغه ولايت ته سفر کوي او د سيلانيانو لپاره ټولې لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي. له بلې خوا دغو سيلانيانو افغانستان د ګرځندوى لپاره مناسب او خوندي ځاى بللی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې دننه اوسنی وضعیت د ډاډ وړ دی او خلک په عادی ډول ژوند کوي.
































