د تورخم کمیسارۍ مسوولینو پاکستان ته د ۱۱ قلمه تاریخي آثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی. د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي، چې د کشف آمریت له لوري له یوې مېرمنې سره ۱۱ قلمه تاریخي آثار، چې يو د اوبو جام هم په کې شامل دی نیولي دي. حکمت زیاته کړې دغې مېرمنې غوښتل یاد آثار په غیرقانوني توګه پاکستان هېواد ته قاچاق کړي. هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په تورخم کې بهرته د ډالرو، تاریخي آثارو او غیر قانوني اموالو د انتقال مخه نیول شوې وه.
































