د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی و. دغو سناتورانو ویلي، چې د سږني مالي کال تر پایه هغوی ته ۲۰ زره نورې ویزې په کار دي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د (اېس ای وي) ویزې ښایي د روان کال تر پایه بندې شي. د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت هم له کانګرسه غوښتي، چې په کارونو کې چټکتیا راولي.
































