د بامیانو ولایت ولایتي روغتون ډاکټران په دغه ولایت کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته ماشومانو د شمېر له ډېرېدو خبر ورکوي. د دوی په خبره هره ورځ په شري او سینه وبغل ناروغۍ لسګونه اخته ماشومان، د درملنې په موخه دغه روغتون ته وروړل کېږي. بلخوا یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، چې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري. د بامیان ولایتي روغتون مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت سربېره د میدان وردګو، پروان، بغلان، سرپل او دایکندي ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه کوي.
































