ایټالیا ته نږدې په مدیترانې سمندرګي کې پرون د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شول. په دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان وايي چې د بېړۍ انجن یې درې ورځې وړاندې په اوبو کې خراب شوی و او دوی وږي تږي په اوبو کې سرګردانه وو. دغو کډوالو غوښتل چې له لیبیا څخه اروپا ته ځان ورسوي خو د ایټالیا سیسلي ټاپو ته نږدې یې بېړۍ له خرابیدو وروسته ډوبه شوه. ژغورونکي د ۲۵ تنو په ژغورلو بریالي شوي دي.
































