په هرات کې د اورلګېدنې له امله دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. اور تېره شپه د هرات په عراق دروازې سیمې کې د پټرولو په یوه پلورنځای کې لګېدلی و. مړه او ټپيان د یوې کورنۍ غړي دي. یو مړ شوی کس معیوب هم و چې د پېښې په وخت بهر نه شو وتلی. په پېښه کې د پټرولو پلورنځای او یو موټر هم سوځېدلي.
































