د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وایي، د نابینایانو په مرکزونو کې څه باندې دوه زره او پنځه سوه نابینایان او کاڼه په حرفوي زده کړو بوخت دي. د دغې ادارې ویاند زیاتوي، ټاکل شوې راتلونکی کال په فاریاب، تخار، جوزجان او هلمند ولایتونو کې د ړندو څه باندې څلور مرکزونه جوړ شي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ویاند، نجیب الله امین وايي، دمګړۍ د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ړندو او کڼو لپاره ۱۶ تعلیمي او مسلکي مرکزونه فعال دي.
































