د کندهار د ترافیکو ریاست روان کال نږدې ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د کندهار د ترافیکو مدیر بشیر احمد ویلي، دغه عواید یې د موټر چلولو د جوازونو لایسنس، جواز سیرونو او د لین د ټیکسیانو څخه راټول کړي. د نوموړي په خبره د روان کال تر دې دمه یې ۴۹۴۹ کسان د ترافیکي اصولو د زده کړې څخه فارغ کړي، چې مستحقو کسانو ته یې د موټر چلولو جوازونه هم ورکړي دي. پر همدې مهال د کندهار اوسېدونکي وايي، خوښ دي چې د موټر چلولو جوازونه یې اخیستي. د دوی په خبره لایسنس د ترافیکي پېښو په مخنیوي کې ډیر مهم دی چې موټر چلوونکي یې باید واخلي.
































