د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، پر ښار بشپړ کنټرول لري او هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوي. دوی وايي، د احتکار مخنیوي لپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، چې پکې سوداګر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ خونې مسوولین ګډون لري. د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، یاد کمېسون په بازار کې د عرضه او تقاضا د معلومولو ترڅنګ د احتکار مخنیوی کوي. کابل ښاروالي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاهم کابل ښاریان په ښار کې د توکو له لوړو بیو شکایت کوي. دوی وايي، یو شمېر هټۍ وال او سوداګر لاهم احتکار کوي، چې دوی ته یې ګڼې اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.
































