د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو اورونو لومړنۍ لوبه د آیرلینډ لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر وبایلله. لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب وشوه. د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان چې د شاوخوا څلور میاشتو ناجوړتیا وروسته یې د ملي لوبډلې کپتانې کوله، د پچې تر ګټلو وروسته یې د توپ اچونې پریکړه وکړله. د آیرلینډ لوبډلې په شلو اورونو کې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ. د آیرلینډ لپاره تر ټولو ډيرې منډې هیري ټکټر وکړلې. هغه ۵۶ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. راشد خان د سیالې لوبډلې ۳، ننګیالي خروټي ۲ او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه. دا د افانستان د ملي لوبډلې لپاره د خروټي لومړۍ لوبه هم وه.
































