د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ چې خوراکي توکي لېږدوي، غزې ته رسیدلې ده. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د اسپانیا د غیر دولتي موسسې “اوپن ارمز” بیړۍ له ۲۰۰ ټنو خوراکي توکو سره پرون سهار مهال د غزې ښار سواحلو ته رسیدلې ده. دغه مرستې په داسې حال کې غزې ته رسیدلې، چې ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په سیمه او په ځانګړې توګه د غزې په شمالي برخه کې چې دا مهال تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړي پکې ژوند کوي، د پراخې قحطۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی. غزې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندري دهلیز پرانیستل د حماس او اسراییل د جګړې له اغیز د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.
































