د تخار ولایتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په مرکز او څلورو ولسواليو کې د اوبو رسولو د ۸ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د تخار ولایت د کليو بیارغوې او پراختیا ریاست مسولین وایي، چې د یادو شبکو چارې د شپږو میاشتو په موده کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې. د تخار اوسېدونکي د اوبو د یادو شبکو پر جوړولو خوښ دي او وايي، تر دې مخکې ګڼې کورنۍ له صحي اوبو محرومې وې، چې اوس تر ډيره بریده د خلکو یادې ستونزې حل شوې دي.
































